د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رئیس احمدالله وثیق ویلي، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پوړونو په پرمختګ سره د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی دی.
هغه ویلي، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې دغه پرمختګ د وروستیو بریاوو او ښې لوبې پایله ده. د نوموړي په وینا، افغان لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ وړتیا ښودلې او توانېدلي چې د نړۍ په درجهبندۍ کې خپل ځای نور هم ښه کړي.
د فوټسال د ملي لوبډلې دغه پرمختګ په داسې حال کې دی، چې په وروستیو کلونو کې افغان لوبډلې په اسیايي او نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
لیکوال:سعید سمیر








