د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو نوی جومات پرانیستل شوی دی. دا پروژه د دغه ولسوالۍ په نوي کلي کې جوړه شوې او د چارواکو په وینا، د جوړېدو بهیر یې نږدې دوه کاله وخت نیولی دی.
د باختر خبري اژانس شنبې د غبرګولي ۱۶مه د راپور ورکړی،چې دغه جومات په شاوخوا ۴۵۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او د شاوخوا ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
طالبانو د دې پروژې لګښت ۲۵ میلیونه افغانۍ اعلان کړی، خو د تمویل د سرچینې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
د دې جومات پرانیسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي ستونزو لکه بېوزلي، بېکاري او د معیشتي فرصتونو له کمښت سره مخ دی. ګڼ شمېر کورنۍ د ژوند د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان د وګړو یوه لویه برخه لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري او د اقتصادي کړکېچ اغېزې د خلکو پر ورځني ژوند دوام لري.
په همدې حال کې، یو شمېر څارونکي او منتقدین د زیربنایي، تعلیمي، روغتیايي او د کارموندنې پروژو پر زیاتې پاملرنې ټینګار کوي او باور لري چې په اوسنيو شرایطو کې د سرچینو سم ترتیب ځانګړی اهمیت لري.
طالبانو تر اوسه د عامه لګښتونو د لومړیتوبونو او د دې پروژې د تمویل د سرچینې په اړه د مطرح شویو نیوکو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








