د ایران پولیسو خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۴۹۹ هغه افغان کډوال نیولي، چې په ناقانونه او قاچاقي ډول دغه هېواد ته داخل شوي وو.
د پولیسو په وینا، دغه افغان کډوال د یزد ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان یې د بهرنیو وګړو ځانګړو کمپونو ته انتقال کړي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې ورځو کې بېرته افغانستان ته اخراج کړل شي.
په دې وروستیو کې ایران د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان بېرته هېواد ته ستنېږي.
لیکوال:سعید سمیر








