په قطر کې د درې ایراني پیلوټانو د نیول کېدو ادعا؛ تهران د هغوی د وضعیت د روښانه کېدو لپاره له سره صلیب څخه د اقدام غوښتنه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د ورکو کسانو د لټون کمېټې قوماندان ادعا کړې چې هغه درې ایراني پیلوټان چې په قطر کې له یوې پوځي دندې وروسته ورک شوي وو، ژوندي دي او د ده په وینا، د قطري ځواکونو له خوا نیول شوي دي. نوموړي له نړیوال سره صلیب څخه غوښتي چې د دغو درېیو پیلوټانو د وضعیت د روښانه کولو او د هغوی د حقونو د تعقیب لپاره اقدام وکړي.
برید جنرال، محمدباقر باقريزاده، د نړیوال سره صلیب د کمېټې مشرې ماریانا سپولیاریک ته په یوه لیک کې ویلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په ۱۱مه دوه د سوخو-۲۴ جنګي الوتکې د قطر په هېواد کې د امریکا پر پوځي اډې د یوه پوځي ماموریت لپاره الوتلې وې. دغه لیک د ایران په رسنیو کې خپور شوی دی.
د باقريزاده په وینا، دغه دوه جنګي الوتکې د بېرته ستنېدو پر مهال د هوايي دفاعي سیستم له خوا په نښه شوې او پیلوټان اړ شول چې له الوتکو څخه اضطراري خروج وکړي. له څلورو پیلوټانو څخه مجید کاظمي وژل شوی و، چې له پېژندنې وروسته یې جسد ایران ته ولېږدول شو او د جمعې په ورځ، د زمري په ۹مه، په شیراز کې خاورو ته وسپارل شو.
باقريزاده ویلي چې په دې پېښه کې درې نور پیلوټان، جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران بهروشیان، له الوتکو څخه تر اضطراري وتلو وروسته ژوندي د قطري ځواکونو لاس ته ورغلي او نیول شوي دي. نوموړي له سره صلیب څخه غوښتي چې د دغو کسانو د وضعیت د ارزونې او هغوی ته د لاسرسي لپاره اقدام وکړي.
دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې ایراني چارواکو او رسنیو تر دې وړاندې هم د دغو درېیو پیلوټانو د برخلیک د معلومولو لپاره د هڅو خبر ورکړی و، خو د هغوی د وضعیت په اړه روښانه رسمي معلومات نه وو خپاره شوي. د باقريزاده نوې ادعا د ورکو شویو درېیو پیلوټانو د برخلیک په اړه نوی روایت وړاندې کوي. (د امریکا غږ)
د ورکو کسانو د لټون کمېټې قوماندان، د دې پېښې له رامنځته کېدو څخه د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره، قطر تورن کړی چې د نړیوالو قوانینو او د جینوا د کنوانسیونونو د اصولو خلاف یې دغو درېیو پیلوټانو ته له خپلو کورنیو او د قضیې له تعقیبوونکو چارواکو سره د لیدنې او اړیکې اجازه نه ده ورکړې. دغه ادعا تر اوسه د قطر حکومت یا د نړیوال سره صلیب له خوا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.
باقريزاده همداراز د جګړهییزو اسیرانو اړوند مقرراتو ته په اشاره له نړیوال سره صلیب څخه غوښتي چې د دغو درېیو پیلوټانو وضعیت وڅېړي، د هغوی د روغتیا په اړه معلومات وړاندې کړي او له خپلو کورنیو سره د هغوی د اړیکې زمینه برابره کړي.
د ایران پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه جنګي الوتکې د شیراز له هوايي اډې څخه د عملیاتي ماموریت لپاره استول شوې وې او ادعا یې کړې وه چې د دوی برید د قطر په هېواد کې د امریکا پر العدید هوايي اډې درانه زیانونه اړولي دي. د ایراني چارواکو د روایت له مخې، جنګي الوتکې د بېرته ستنېدو پر مهال د هوايي دفاع له خوا په نښه شوي.
د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په ۹مه، د اسرائیل او امریکا له خوا پر ایران د بریدونو له پیل سره هممهاله، ایران هم په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او ګټو متقابل بریدونه پیل کړل. په قطر کې د العدید هوايي اډه د ایران د بریدونو له مهمو هدفونو څخه وه؛ تهران وايي چې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو یوه برخه له همدې اډې ترسره کېده.
ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم د العدید هوايي اډه د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولې وه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې تهران د جګړې له پیل مخکې د سیمې هېوادونو ته خبر ورکړی و چې که امریکا د ایران پر وړاندې د برید لپاره د هغوی له هوايي حریم یا پوځي اډو څخه استفاده وکړي، دغه مرکزونه هم د متقابلو بریدونو هدف ګرځېدلی شي.
قطر د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل مخکې له ایران سره د اړیکو له پلوه د سیمې له نږدې هېوادونو څخه و او د تهران او واشنګټن ترمنځ د مهمو منځګړو په توګه هم ګڼل کېده. خو د ایران له بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ شوې او قطري چارواکو د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د تېر په پرتله سختې نیوکې مطرح کړې.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران بریدونه پر خپل هېواد «خیانت» بللي وو. سره له دې، قطر وروسته د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې وکړې او له پاکستان سره یوځای یې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې رول ولوباوه.
په همدې لړ کې، قطر د ایران د اسلامي شورا د مجلس د رئیس او له امریکا سره د تهران د لوړپوړو مذاکره کوونکو له ډلې محمدباقر قالیباف کوربهتوب هم کړی و. اوس په قطر کې د درېیو ایراني پیلوټانو د اسارت ادعا، که په خپلواک ډول تایید شي، کولای شي د تهران او دوحې د اړیکو او همداراز د دغو درېیو پیلوټانو د برخلیک موضوع ته نوي اړخونه ور زیات کړي.
د دې راپور تر خپرېدو پورې داسې خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي چې په قطر کې د درېیو ایراني پیلوټانو نیول کېدل تایید کړي. همداراز د هغوی د ساتلو د ځای او روغتیايي وضعیت په اړه هم خپلواک معلومات نه شته، او د دې موضوع د څېړلو لپاره د ایران غوښتنه له نړیوال سره صلیب څخه لا هم د پام وړ موضوع ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








