د ایران حکومت وايي چې د خلیج په سیمه کې د اوربند د بیا پیلولو په اړه د تهران وروستي وړاندیز ته یې د امریکا ځواب ترلاسه کړی؛ دغه ځواب څو ورځې وروسته له هغې وړاندې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ.
د ایران د حکومت یوه ویاند په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د واشنګټن ځواب حکومت ته سپارلی، خو تر اوسه یې جزیات نه دي خپاره شوي.
ایران تېره اوونۍ وړاندیز کړی و چې که امریکا د دغه هېواد د بندرونو محاصره پای ته ورسوي، تهران به په اوو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د عادي تګ راتګ بهیر بېرته پیل کړي. ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و چې دغه وړاندیز یې رد کړی، په داسې حال کې چې عراقچي تر دې وړاندې ویلي و چې تهران د وړاندیز د رد په اړه رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د رویټرز د راپور له مخې، د واشنګټن پیغام د قطري منځګړو له لارې عراقچي ته رسول شوی او د دواړو لورو ترمنځ اصلي اختلاف اوس د ژمنو د عملي کولو پر ترتیب دی؛ یعنې هر لوری غواړي پوه شي د بل لوری به لومړنی ګام څه وخت پورته کوي.
تهران هڅه کوي هغه موقتي هوکړه بېرته راژوندۍ کړي چې د جون په میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوې وه. په همدې لړ کې، قطري منځګړو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډو په څنډه کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي دي.
ایران همداراز د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ په مدیریت کې د خپل رول پر ساتلو ټینګار کوي. دغه اوبهلار د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي او د شخړو له زیاتېدو مخکې، د نړۍ شاوخوا یو پر پنځمه برخه تېل له همدې لارې لېږدول کېدل.
لیکواله:رویا ستانکزی








