د ایران او امریکا ترمنځ د هومړې وروستي کېدل په ایران، اسرائیل او یو شمېر نورو هېوادونو کې له پراخو غبرګونونو سره مل شوي دي. دغه هوکړه چې ویل کېږي د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک کېږي، د نړیوالو او سیاسي چارو د پام وړ مهمه موضوع ګرځېدلې ده.
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر، ایتامار بنګویر، د دې توافق په اړه ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هر ډول هوکړې د اسرائیل لپاره الزامي نه دی. هغه ټینګار کړی چې اسرائیل د دې هوکړې برخه نه دی او خپلې امنیتي پرېکړې به د خپلواکو ارزونو او ګټو پر بنسټ کوي.
بنګویر همدارنګه د حزبالله پر وړاندې د فشار دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اسرائیل باید له دې ډلې څخه د له منځه وړلو پرته په بل څه راضي نه شي. هغه زیاته کړې چې د اسرائیل امنیت باید د هر ډول سیمهییزو سیاسي او امنیتي بدلونونو په سر کې ځای ولري.
دې هوکړې په ایران کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د ایران د اسلامي جمهوریت ځینې پلویانو یې هرکلی کړی، په داسې حال کې چې ځینو نورو بیا د احتمالي پایلو په اړه بېلابېل نظرونه او ارزونې وړاندې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و چې د ایران او امریکا ترمنځ توافق په بشپړ ډول نهایی شوی دی. د هغه په وینا، دغه هوکړه کولی شي په سیمه کې د شخړو د پای ته رسېدو او د کړکېچ د کمېدو زمینه برابره کړي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه هوکړه د امریکا له لوري پر ایران د سمندري محاصرې د درولو او د هرمز تنګي د بیا پرانستلو په ګډون ټکي لري. تمه کېږي د دې هوکړې نور جزئیات به ورړسته له رسمي لاسلیک څخه خپاره شي.
ټاکل شوي چې د دې هوکړې د لاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ په سویس کې د دواړو لورو د استازو په حضور کې ترسره شي؛ داسې پېښه چې له همدا اوسه یې د نړیوالو سیاسي څارونکو او رسنیو پام ځان ته اړولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








