TOOSnews
اعلان
سپاه پاسداران: د اردن په الازرق كې مو د امريكا پر پوځي اډه توغنديز بريد كړى.
نړۍټوس نیوز

سپاه پاسداران: د اردن په الازرق كې مو د امريكا پر پوځي اډه توغنديز بريد كړى.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران سپاه پاسدارانو ادعا کړې چې د دوی هوايي ځواکونو د شنبې سهار د اردن د الازرق سیمې په یوه امریکايي پوځي اډه توغندیز برید ترسره کړی دی.

د سپاه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې د امریکايي جنګي الوتکو شیلټرونه او د الوتکو د تم ځای (ریمپ) په نښه شوي دي. د دوی په وینا، د برید له امله دوه جنګي الوتکې او درې نورې الوتکې په بشپړه توګه ویجاړې شوي او ځینو نورو ته هم زیان اوښتی دی.

سپاه پاسداران همداراز امریکا تورنه کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې روغتونونه، پلونه، د اورګاډي پټلۍ، بندرونه او هوايي ډګرونه په نښه کړي او ادعا یې کړې چې واشنګټن د جګړې په ډګر کې د ناکامۍ له امله ملکي تاسیسات هدف ګرځوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان، عراق، ایران، یمن، لبنان، لیبیا، سوډان، فیلیپین او فلسطین کې د ګڼو مسلمانانو د وژل کېدو مسوول دي. سپاه د اردن له خلکو غوښتي چې د دوی په وینا، خپله خاوره له امریکايي ځواکونو پاکه کړي.

یادونه: د دې ادعاوو په اړه تر اوسه د امریکا یا د اردن چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.