د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بشردوستانه دلایلو له مخې به د ۱۶ زره افغان وګړو د استوګنې موده وغځوي. د دغه هېواد د چارواکو په وینا، دا پرېکړه د زیانمنونکو ډلو، لکه ښځو، ماشومانو او سپینږیرو، د ملاتړ په موخه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۳۰مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا اقدام د هغو کسانو په وړاندې د اسلاماباد د بشردوستانه تګلارې یوه برخه ده چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د دغو کسانو د استوګنې د مودې غځول پر زیانمنونکو ډلو د فشار د کمولو او د هغوی د وضعیت د ښه مدیریت لپاره ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې د دغه هېواد چارواکي په ورته وخت کې د شاوخوا ۸۹ زره افغان وګړو دوسیې د بې اسناده بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو د پروګرام په چوکاټ کې ارزوي. هغه ټینګار وکړ چې تر اوسه هېڅ داسې افغان وګړی چې معتبره ویزه یا د سفر قانوني اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغو افغان وګړو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. د دې تګلارې له عملي کېدو وروسته، سلګونه زره افغانان اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي؛ هغه بهیر چې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې هم راپارولي دي.
په همدې حال کې، ګڼ شمېر هغه افغان وګړي چې د طالبانو د ګواښونو له امله یې پاکستان ته پناه وړې، لا هم اروپايي او نورو منونکو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي. د دغو کسانو ډېری د بیا مېشتېدو دوسیې، بشردوستانه ویزې یا د کورنۍ د یوځای کېدو غوښتنلیکونه لري، خو د دوسیو د ارزونې اوږدېدل او د کډوالۍ محدودیتونو هغوی د میاشتو او ان کلونو لپاره له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو جبري بېرته ستنول ښايي هغوی د طالبانو له لوري د نیولو، ځورونې یا غچاخیستونکو اقداماتو له خطر سره مخ کړي. دغو بنسټونو همداراز ټینګار کړی چې د ایستل کېدو له خطر سره د مخ کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان، ناروغان، مدني فعالان، خبریالان او نور زیانمنونکي قشرونه هم شامل دي، او د هغوی ایستل به جدي بشري پایلې ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








