د ایران «فارس» خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا لهخوا د قشم ټاپو باندې په ترسره شوي برید کې یوه استوګنیزه سیمه په نښه شوې او د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
فارس د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون له قوله لیکلي چې دغه برید د (پنجشنبې سهار، د زمري ۸مه) د قشم ښار د «چاهتنګو» په سیمه کې شوی دی.
د راپور له مخې، په دغه برید کې د یوې کورنۍ پلار، مور او دوه کلن ماشوم وژل شوي او د همدې کورنۍ دوه نور ماشومان، چې اووه او نهه کلن دي، ټپیان شوي دي.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې پنجشنبې سهار یې د ایران د سپاه پاسداران اړوند پر لسګونو «پوځي هدفونو» بریدونه کړی دی.
ایراني رسنیو هم د کېش او ابوموسی په ټاپوګانو، او همدارنګه د اهواز، آبادان، شادګان، اروندکنار، کازرون او نورآباد فارس په ښارونو کې د ګڼو چاودنو خبر ورکړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








