TOOSnews
اعلان
د لندن محکمې د ډیلي مېل پر ضد د شهزاده هېري د قضیې د لګښتونو د ارزونې بهیر پیل کړ.
نړۍټوس نیوز

د لندن محکمې د ډیلي مېل پر ضد د شهزاده هېري د قضیې د لګښتونو د ارزونې بهیر پیل کړ.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د لندن عالي محکمې د شهزاده هېري او اوو نورو مشهورو کسانو له خوا د «اسوشیټډ نیوزپیپرز» شرکت، چې د «ډېلي مېل» ورځپاڼې خپروونکی دی، پر ضد د ثبت شوې دعوې د حقوقي لګښتونو د ټاکلو په اړه اورېدنه پیل کړې ده. دا غونډه چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې، دوه ورځې به دوام وکړي او په پای کې به محکمه معلومه کړي چې د دې قضیې د حقوقي لګښتونو د ورکړې څومره برخه به هر لوری پر غاړه لري.

د بریټانیا د پاچا زوی شهزاده هېري، بریټانیا سندرغاړی التون جان، د مشرانو جرګې غړې دورین لارنس، بریټانیايي لوبغاړې الیزابت هرلي او یو شمېر نور کسان د دې قضیې له شکایت کوونکو څخه دي. دوی «اسوشیټډ نیوزپیپرز» شرکت تورن کړی و چې د دوی شخصي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره یې غیرقانوني لارې، لکه د ټیلیفونونو اورېدنه، کارولې دي.

د لندن عالي محکمې قاضي د روانې میاشتې په پیل کې د شکایت کوونکو دعوه په بشپړه توګه رد کړه. د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي چې شکایت کوونکي ونه توانېدل ثابته کړي چې د دوی په اړه خپاره شوي معلومات د غیرقانوني لارو ترلاسه شوي وو، او یوازې شک موجودیت د داسې ادعاوو د منلو لپاره بسنه نه کوي.

«اسوشیټډ نیوزپیپرز» شرکت دغه پرېکړه د ژورنالېزم او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره «قاطع بریا» وبلله. خو شهزاده هېري په یوه اعلامیه کې دا پرېکړه «بشپړ او ښکاره پټول» بللي او د قضیې له پایلې سره یې مخالفت څرګند کړ.

د «ډېلي مېل» خپروونکي وکیل انتوني وایټ له محکمې وغوښتل چې شکایت کوونکي دې د قضیې د ټولو حقوقي لګښتونو په ورکولو محکوم شي. د هغه په وینا، د شرکت حقوقي لګښتونه تر اوسه شاوخوا ۳۴ میلیونه پونډو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د شکایت کوونکو بیمه یوازې ۱۶ میلیونه پونډه رانغاړي.

د خپروونکي وکیل همدارنګه وویل چې شکایت کوونکو د کافي اسنادو له وړاندې کولو پرته پر شرکت پراخ تورونه لګولي دي، چې له امله یې د قضیې د څېړنې لګښتونه ډېر زیات شوي دي. هغه د محکمې له پرېکړې وروسته د شهزاده هېري اعلامیه هم نامناسبه وبلله او ادعا یې وکړه چې نوموړي په دې قضیه کې له خپل مقام او شهرت څخه ګټه اخیستې ده.

د «ډېلي مېل» خپروونکي له محکمې غوښتي چې شکایت کوونکي دې په لومړي پړاو کې ۱۰ میلیونه پونډه د قضیې د موقتي لګښتونو په توګه ورکړي. په مقابل کې، د شکایت کوونکو وکیل نیکولاس بیکن د خپروونکي له خوا د ۳۴ میلیونه پونډو غوښتنه «ډېره لوړه» وبلله او ویې ویل چې دا اندازه د دې قضیې لپاره له ټاکل شوې بودیجې ډېره لوړه ده او د هغه د مراجعینو بیمه یې د ورکولو توان نه لري.

بیکن همدارنګه وویل، داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي د «ډېلي مېل» خپروونکی غواړي د بشپړو حقوقي لګښتونو په غوښتلو سره شکایت کوونکي تر فشار لاندې راولي. د هغه په وینا، شکایت کوونکو وړاندیز کړی چې د اګست تر ۲۸مې نېټې پورې ۸ میلیونه پونډه د موقتي تادیې په توګه محکمې ته وسپاري.

د شکایت کوونکو وکیلانو هم اعلان کړی چې د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه به تر هغه وخته وځنډول شي، څو محکمه د قضیې د لګښتونو په اړه پرېکړه وکړي. تمه ده چې د دوې ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته، محکمه د حقوقي لګښتونو د ورکړې اندازه او د قضیې د راتلونکي بهیر په اړه پرېکړه وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.