TOOSnews
اعلان
شهباز شريف: ترهګرو ته د افغان خاورې د كارولو اجازه بايد ورنه كړل شي.
نړۍټوس نیوز

شهباز شريف: ترهګرو ته د افغان خاورې د كارولو اجازه بايد ورنه كړل شي.

۱۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، تر هغو چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د بریدونو لپاره کار اخلي، په سیمه کې تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای.

شهباز شریف دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال کړي دي.

نوموړي وویل، پاکستان په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله له ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او له ۱۵۰ میلیارده امریکايي ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې لیدلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، باثباته او سمسور افغانستان غوښتونکی دی؛ خو د هغه په وینا، د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت دوام د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د مشر په توګه هڅه کوي، د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري لا پراخه کړي.

طالبانو بیا په وار وار د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي. د طالبانو حکومت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

اسلام‌اباد بیا ټینګار کوي چې د ترینګلتیا د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره طالبان باید د وسله‌والو ډلو پر وړاندې «څرګند او د کره کولو وړ» اقدامات وکړي.

په همدې حال کې، د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو هم اندېښنې څرګندې کړي دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د همدې موضوع پر سر اختلافونو په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو اړیکې ترینګلې کړې او پر سوداګرۍ او د پولې پر تګ راتګ یې هم اغېز کړی دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو هم د بشکېک په وروستۍ اعلامیه کې د افغانستان لپاره د داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې د هېواد د بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو پراخ ګډون پکې وي. طالبانو بیا ویلي چې اوسنی حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د افغانستان د ټولو قومونو استازي پکې شامل دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.