TOOSnews
اعلان
اسماعيل خان: د طالبانو استبداد د زوال پر لور روان دى.
افغانستانټوس نیوز

اسماعيل خان: د طالبانو استبداد د زوال پر لور روان دى.

۲۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

جهادي شخصیت محمد اسماعیل خان د هرات د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پراختیا او د دې ډلې له واکمنۍ څخه د خلکو مخ پر زیاتېدونکې کرکه ښيي چې د طالبانو «استبداد» د زوال پر لور روان دی.

اسماعیل خان د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۱مه د هرات سقوط د «حساب شوې دسیسې، پټو معاملاتو او ښکاره وطن پلورنې» پایله بللې او ویلي یې دي چې دغه پېښه په ټول افغانستان کې د نظام د جوړښت د ړنګېدو زمینه برابره کړه.

نوموړي د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په اړه ویلي چې دغه ډله د یوه حساب ورکوونکي او مسوول نظام په جوړولو کې پاتې راغلې ده. هغه ټینګار کړی چې د مشروع او د خلکو پر بنسټ د حکومت نشتوالی، د طالبانو له «ظلم، تبعیض او ظالمانه سیاستونو» سره یوځای، هېواد د نابودۍ پر لور بیایي.

اسماعیل خان زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومتونو پراختیا او د طالبانو له واکمنۍ څخه د خلکو نارضایتي د دې نښه ده چې د دې ډلې د استبداد د پای ته رسېدو بهیر پیل شوی دی.

هرات پنځه کاله وړاندې د طالبانو له سختو بریدونو او څو ورځنیو نښتو وروسته د دې ډلې لاس ته ولوېد. اسماعیل خان هغه مهال د طالبانو پر وړاندې د هرات د دفاع په جګړه کې د سیمه‌ییزو وسله‌والو ځواکونو مشري کوله، خو د ښار له سقوط سره هم‌مهاله طالبانو ته تسلیم شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.