TOOSnews
اعلان
د اسرائیل محکمې د فلسطینیانو د زندان شاوخوا د تمساحګانو کارولو طرحه وځنډوله.
نړۍټوس نیوز

د اسرائیل محکمې د فلسطینیانو د زندان شاوخوا د تمساحګانو کارولو طرحه وځنډوله.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په اسرائیل کې یوې محکمې د یوه موقتي حکم په صادرولو سره، د فلسطینیانو د ساتنې د یوه زندان شاوخوا د نیل سیند د تمساحګانو د کارولو طرحې پلي کول تر بلې خبرتیا پورې وځنډول. دا حکم وروسته له هغې صادر شو چې د څارویو د حقونو د دفاع یوه سازمان د عاجل غوښتنلیک په وړاندې کولو سره، د دې طرحې د پلي کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د دې طرحې پر بنسټ چې د اسرائیل د ملي امنیت وزیر، ایتامار بن‌ګویر، لخوا یې ملاتړ کېږي قرار و د نقب په صحرا کې د «کتزیوت» زندان د یوې امنیتي برخې شاوخوا یوه کنده وایستل شي او د نیل سیند تمساحګانې پکې وساتل شي. اسرائیلی چارواکو اعلان کړی چې د دې طرحې موخه د امنیتي تدابیرو زیاتول او له زندانه د تېښتې د هر ډول هڅو مخنیوی دی.

راپورونه ښیې چې د دې کندې د کیندلو عملیات شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوي، خو تر اوسه کوم تمساح دغې سیمې ته نه دی لېږدول شوی. د خپرو شویو اسنادو له مخې، دا کنده به شاوخوا ۱۷۰ متره اوږدوالی ولري او د فلسطیني زندانیانو د ساتنې د زندان یوه برخه به احاطه کړي.

دا طرحه له پیله د بشري حقونو او د څارویو د حقونو د مدافع ډلو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. د څارویو د حقونو سازمانونو په خپل غوښتنلیک کې استدلال کړی چې د امنیتي وسیلې په توګه د وحشي حیواناتو کارول د څارویو د هوساینې او د ځنګلي ژوند د ساتنې له قوانینو سره مغایرت لري او هغوی له نا مناسبو شرایطو سره مخ کوي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار سازمان هم پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د داسې اقدام پلي کول د هغوی په وینا، د اسرائیل د زندانونو په نظام کې د تاوتریخوالي عادي کېدل ښیې. یاد بنسټ همدا راز د اسرائیل په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د ساتنې پر شرایطو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د محکمې د حکم پر بنسټ، د دې طرحې پلي کول به محکمې ته د اسرائیل د حکومت د رسمي ځواب تر وړاندې کولو پورې معطل وي. محکمې ته د حکومت د ځواب له رسېدو وروسته، محکمه به د دې پروژې د دوام یا بشپړ لغوه کولو په اړه پرېکړه وکړي.

ایتامار بن‌ګویر، چې د بنیامین نتانیاهو د کابینې له ښي اړخو افراطي څېرو څخه دی، له دې وړاندې هم د فلسطیني بندیانو په وړاندې د خپلو سختو تګلارو له امله له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.