TOOSnews
اعلان
جېم بنكس: كه ايران ژمنې ماتې كړي، امريكا به بريدونو ته دوام وركړي.
نړۍټوس نیوز

جېم بنكس: كه ايران ژمنې ماتې كړي، امريكا به بريدونو ته دوام وركړي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د سنا جرګې جمهوري‌پال غړي سناتور جېم بنکس ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تګلاره چې پوځي فشار او دیپلوماسي سره یوځای کوي، د هُرمز تنګي له وروستیو بریدونو وروسته له ایران سره په چلند کې اغېزناکه ثابته شوې ده.

بنکس له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونه‌کړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، له ایران سره هره اوږدمهاله هوکړه باید دا تضمین کړي چې تهران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي او د هُرمز تنګی به د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی پاتې شي.

نوموړي همداراز د امریکا د دفاع وزارت له لوري د ۸۰ میلیارده ډالرو د اضافي بودجې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، متحده ایالاتو په اوکراین او منځني ختیځ کې د شخړو د مدیریت لپاره د خپلو وسلو او پوځي سرچینو د پام وړ برخه کارولې ده، نو اوس اړتیا ده چې د وسلو زېرمې بېرته ورغول شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.