TOOSnews
اعلان
خبريال او فرهنګي شخصيت ګران عالم كبيري د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
کلتور او هنرټوس نیوز

خبريال او فرهنګي شخصيت ګران عالم كبيري د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هېواد وتلی خبریال، لیکوال او فرهنګي شخصیت ګران عالم کبیري په کابل کې د سرطان ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد کبیري له تېرو څو میاشتو راهیسې پر بستر و او له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته یې ساه ورکړه.

نوموړي د افغانستان په بېلابېلو کورنیو رسنیو کې د خبریال، لیکوال او فرهنګي فعال په توګه کلونه خدمت وکړ. هغه د خپل ښه اخلاق، مسلکي ژمنتیا او اغېزناکو لیکنو له امله د رسنیو او فرهنګي ټولنې له درناوي برخمن و.

د ګران عالم کبیري مړینې د خبریالانو، فرهنګيانو او د رسنیو د ټولنې ترمنځ د خواشینۍ څپه خپره کړې ده. د نوموړي همکارانو او مینه‌والو د هغه مړینه د هېواد د رسنیو او فرهنګي ډګر لپاره ستره ضایعه بللې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.