د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ډیورند کرښې ته نږدې سیمو کې د قومي مشرانو ترمنځ د امنيتي هوکړو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، پاکستان هڅه کوي د سیمې خلک د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره خپلې خاورې ته محتاج وګرځوي.
کرزي په یوه بیان کې ویلي، په وروستیو کې د کرښې دواړو غاړو ته د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم تړونونه شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې هرکلی او تایید هم شوی دی. د هغه په وینا، دا ډول اقدامات د پاکستان هغه هڅې څرګندوي چې غواړي ډیورند کرښې ته د رسمیت بڼه ورکړي او د افغانستان پر ملي حاکمیت اغېز وکړي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، د افغانستان اوسني طالب مسئولین باید د دغو هوکړو او وروستیو بدلونو په اړه ولس ته واضح معلومات وړاندې کړي.
تر دې وړاندې پاکستان د نورستان ـ چترال او کونړ ـ باجوړ سیمو د قومي مشرانو ترمنځ شوې هوکړې تایید کړي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
لیکوال:سعید سمیر








