د لبنان پارلمان د اعدام د سزا د لغوه کولو په اړه رایه ورکړه. د نوي قانون له مخې، د اعدام سزا به د عمري بند پر سزا بدله شي. لبنان به د دغه قانون له تصویب سره په منځني ختیځ کې لومړنی عربي هېواد شي چې د اعدام سزا په بشپړه توګه له خپلو قوانینو څخه لرې کوي.
د پارلمان اکثرو غړو د دې طرحې ملاتړ وکړ، خو د حزبالله پارلماني ډلې د اعدام د سزا له لغوه کولو سره مخالفت وکړ. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په لبنان کې له کلونو راهیسې د اعدام سزا نه وه عملي شوې، خو لا هم په قوانینو کې موجوده وه.
د لبنان د عدلیې وزیر عادل نصار، چې د پارلمان په غونډه کې حاضر و، د اعدام د سزا لغوه کول یې «تاریخي ګام» وباله. هغه ټینګار وکړ چې د دې سزا لغوه کول د جرمونو پر وړاندې د نرمښت معنا نه لري، بلکې د جدي جرمونو لپاره به لا هم سختې سزاوې په پام کې نیول کېږي.
لبنان د ۲۰۰۴ کال له جنوري راهیسې هېڅ اعدام نه دی عملي کړی او په عملي توګه یې د اعدامونو د نه عملي کولو غیررسمي سیاست تعقیب کړی و. خو د اعدام سزا لا هم د دغه هېواد په قوانینو کې موجوده وه او په تېرو دوو لسیزو کې محکمو لسګونه د اعدام حکمونه صادر کړي وو.
دغه حکمونه د اعدامونو د نه عملي کېدو له امله نه وو اجرا شوي او په ځینو مواردو کې وروسته په نورو سزاوو بدل شوي دي. په دې توګه، که څه هم لبنان له کلونو راهیسې د اعدام سزا نده عملي کړې، خو د دې سزا قانوني لغوه کېدل تر نوي قانون پورې نه وو ترسره شوي.
د نوي قانون له مخې، د اعدام سزا به د «د سختو جبري کارونو سره د عمري بند» په سزا بدله شي. خو د دې ډول سزا د عملي کولو جزئیات لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي او ځینو پارلماني غړو هم د دې سزا د څرنګوالي په اړه ابهام څرګند کړی دی.
د دغه قانون تصویب د لبنان په جزايي نظام کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي؛ ځکه چې د اعدام سزا یې د هېواد له قانوني چوکاټ څخه لرې کړه. سره له دې، د نوي قانون دقیق تطبیق او د «سختو جبري کارونو» اړوند جزئیات لا هم د اجرایي مقرراتو له لارې روښانه کېدو ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








