TOOSnews
اعلان
محمود خان اڅکزى: افغانستان د يرغلګرو هديره ده: پاكستان او ايران دې تېروتنه نه كوي.
افغانستانټوس نیوز

محمود خان اڅکزى: افغانستان د يرغلګرو هديره ده: پاكستان او ايران دې تېروتنه نه كوي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پښتونخوا ملي عوامې ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر شته بې‌باوریو او سیاسي بدګومانیو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو ستونزو له منځه وړل ضروري دي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژورې بدګومانۍ موجودې دي او هیله لري چې دا فضا بدله او د باور فضا رامنځته شي.

اڅکزي د افغانستان تاریخي مخینې ته په اشارې سره ویلي چې دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ګڼو سترو ځواکونو د ماتې شاهد پاتې شوی دی. د هغه په وینا، له سکندر مقدوني نیولې تر نورو یرغلګرو پورې، هر هغه ځواک چې افغانستان ته په ناسمو موخو ورغلی، له ناکامۍ سره مخ شوی دی.

هغه پاکستان او ایران ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په اړه دې ناسمې محاسبې نه کوي. د اڅکزي په خبره، که کوم هېواد افغانستان ته د فشار او لاسوهنې په سترګه وګوري، نو د پخوانیو قدرتونو برخلیک به ور په برخه شي.

د پښتونخوا ملي عوامې ګوند مشر همداراز ویلي چې له پاکستان سره د ملک او له افغانستان سره د وطن اړیکه لري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او متقابل درناوي پلوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.