TOOSnews
اعلان
طالبانو کندهار کې یو ښځه د خپل پخواني مېړه د وژلو په تو نیولې ده.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو کندهار کې یو ښځه د خپل پخواني مېړه د وژلو په تو نیولې ده.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار ولایت کې ځايي سرچینې د یوه قتل د پېښې خبر ورکوي چې په کې تورنې ښځې خپل پخوانی مېړه په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۶مه، د کندهار ښار د دوهمې حوزې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوې ځايي سرچینې رسنیو ته ویلي چې تورنه ښځه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوې او اوس تر پلټنو لاندې ده.

د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې، ښځې په لومړنیو څېړنو کې ویلي چې پخواني مېړه یې څو کاله مخکې طلاق ورکړی و، خو له جلا کېدو وروسته یې هم د هغې ځورولو او مزاحمت ته دوام ورکړی و.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې د جزئیاتو، د احتمالي انګېزې یا د دې قضیې د څېړنې د بهیر په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي او د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ لپاره د مؤثرو میکانیزمونو د نشتوالي په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.