د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د نوې لارښوونې په غبرګون کې ویلي، چې طالبانو د «شریعت» په نوم اداري سزاوې رامنځته کړې دي.
معنوي د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ږیرې کمولو، خولۍ یا پګړۍ نهپرسر کولو او په جماعت کې د نهګډون له امله د دولتي کارکوونکو ګوښه کول د دیني احکامو او د واکمن د اداري صلاحیتونو ترمنځ د توپیر په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
هغه ویلي، که څه هم د ږیرې پرېښودلو او په جماعت کې د لمانځه د ادا کولو د وجوب په اړه په اسلامي فقه کې بېلابېل نظرونه شته، خو له دې څخه دا پایله نه شي اخیستل کېدای چې حکومت دې د خلکو معاشونه کم یا بند کړي، دندیزې رتبې دې راټیټې کړي او یا دې یې له دندو ګوښه کړي.
معنوي ټینګار کړی، چې خولۍ او پګړۍ نه شي کولای د دولتي دندو لپاره د ګومارنې یا په دنده کې د پاتې کېدو عمومي شرعي شرط وګرځي.
د هغه په وینا، شریعت باید د انسان د اصلاح او سمون وسیله وي، نه د خلکو د سپکاوي، وېرولو او ټولنیز کنټرول لپاره وسیله.
معنوي زیاته کړې، چې د یوه واکمن فرمان، که د دین په نوم هم صادر شوی وي، نه شي کولای د شرعي قطعي نص، معتبرې اجماع او د شریعت د منل شویو اصولو ځای ونیسي.
هغه د خلکو د ظاهري بڼې او د عبادت د ترسره کولو طریقې د دندې او معاش لپاره معیار ګرځول هم د فردي ازادۍ او دیني وجدان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
د افغانستان د پخواني عدلیې وزیر خبرداری ورکړی، چې که د «شریعت» په نوم پر خلکو هره ورځ نوي بندیزونه ولګول شي، نه یوازې به د وګړو بنسټیزې ازادۍ زیانمنې شي، بلکې د شریعت نوم او اعتبار ته به هم زیان ورسېږي.
هغه ویلي، طالبان ښايي د زور او سزا له لارې خلک چوپتیا ته اړ کړي، خو «په فرمان ایمان نه شي جوړېدای، د معاش په کمولو تقوا نه شي رامنځته کېدای او د دندې د کچې په راټیټولو دینداره ټولنه نه شي جوړېدای.»
لیکوال:سعید سمیر








