TOOSnews
اعلان
منظور پښين: دپښتنو پر ضد ظلم باندې نړيوال بنسټونه چوپ دي.
نړۍټوس نیوز

منظور پښين: دپښتنو پر ضد ظلم باندې نړيوال بنسټونه چوپ دي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د پاکستان پوځ په پښتنو سیمو کې پرله‌ پسې ملکي وګړي په نښه کوي، خو د بشري حقونو نړیوال بنسټونه د دغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې شوي دي.

نوموړي په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې شیخ ادریس شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې وژل شوی، خو تر اوسه د هغه د وژل کېدو په تړاو هېڅ ډول رښتینې او رڼې پلټنې نه دي ترسره شوي. د هغه په وینا، دا ډول پېښې د پښتنو په سیمو کې زیاتې شوي، خو مسؤل لوري یې حساب ورکولو ته نه حاضرېږي.

پښتین همداراز له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې ګڼ افغان کډوال نیول کېږي او په داسې بندخونو کې ساتل کېږي چې د ده په خبره د “ګوانتانامو” زندان ته ورته وضعیت لري.

هغه د خپلو څرګندونو په دوام وویل، چې د برېښنا او نورو طبیعي سرچینو ډېره برخه د پښتنو له سیمو ترلاسه کېږي، خو بیا هم د دغو سیمو خلک له بنسټیزو اسانتیاوو او پرمختیایي خدمتونو محروم ساتل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.