د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما ویلي، هېڅ نارینه یا ښځینه د ټول جنسیت استازیتوب نه شي کولی او همدارنګه هېڅ ښځه یا نارینه د ټول هېواد د خلکو د استازیتوب وړ نه دي.
هغې زیاته کړې، د طالبانو د ظلم پر وړاندې د هېواد د ازادۍ لپاره د ټولو قشرونو ګډه او همغږې هڅه اړینه ده، څو د هغې په وینا د خلکو حقونه او آزادۍ خوندي شي.
مریم سما ټینګار کړی، چې د ټولنې د هر قشر رول مهم دی او یوازې یو جنس یا یو فرد د ټولې ټولنې د تمثیل ادعا نشي کولای.
لیکوال:سعید سمیر








