د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د پاکستان پوځ د ۱۹۹۹ کال د کارګل جګړې پر مهال خپل «شهیدان» هند ته پرېښي وو او د هغوی د جنازو د ترلاسه کولو لپاره چمتو نه و.
هغه د اسلاماباد په کنونشن سنټر کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د پوځ د نوم له اخیستو پرته وویل چې پوځ تر اوسه خلکو ته نه دي ویلي چې د کارګل په جګړه کې یې څومره سرتېري وژل شوي او څومره جنازې یې بېرته ترلاسه کړي دي.
فضل الرحمان ادعا وکړه چې هندي لوري د پاکستاني سرتېرو جسدونه په اسلامي طریقې خاورو ته سپارلي او ویې ویل، د کرنل شیر خان جسد هم د هند د فشار له امله پاکستان ته وسپارل شو.
هغه ټینګار وکړ چې د «شهید» مقام ښه پېژني او د پوځ له لوري د قربانیو له نوم څخه د سیاسي ګټې اخیستنې مخالفت کوي. نوموړي دا هم وویل چې د ده او د جمعیت علمای اسلام پر ضد د پروپاګند عاملین باید بښنه وغواړي، نه دی.
په غبرګون کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ، د فضل الرحمان له نوم اخیستو پرته، وویل چې د هېواد د شهیدانو سپکاوی د منلو وړ نه دی او هغه کسان چې د سیاسي موخو لپاره د شهیدانو په اړه څرګندونې کوي، باید له ولس څخه بښنه وغواړي.
لیکوال:سعید سمیر








