TOOSnews
اعلان
مايک والتز: ټرمپ لا هم ډيپلوماسۍ ته فرصت وركوي، خو د هغه صبر به تلپاتۍ نه وي.
نړۍټوس نیوز

مايک والتز: ټرمپ لا هم ډيپلوماسۍ ته فرصت وركوي، خو د هغه صبر به تلپاتۍ نه وي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي، خو د هغه صبر به د تل لپاره دوام ونه لري.

والټز د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، که ایران د هُرمز تنګي له لارې نړیواله کښتۍ ‌چلونه وګواښي، متحده ایالات به د ایران هغه پوځي بنسټونه په نښه کړي چې د نوموړي په وینا د دې نړیوالې اوبو لارې د «ناقانونه کنټرول» لپاره کارول کېږي.

هغه خبرداری ورکړ، که تهران فکر کوي چې واشنګټن به د نړیوالې کښتۍ‌ چلونې یا د امریکا پر پوځي اډو د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بې‌غبرګونه پاتې شي، نو دا به «سخته تېروتنه» وي.

والټز زیاته کړه، واشنګټن د اړتیا په صورت کې چمتو دی چې د ایران هغه پوځي زیربناوې له منځه یوسي چې د نړیوالو سمندري لارو د ګواښ لپاره ترې استفاده کېږي.

هغه همداراز وویل، د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي او ټرمپ هڅه کوي ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا د ولسمشر زغم محدود دی.

د نوموړي په وینا، د امریکا لپاره «ټولې لارې پرانیستې دي» او اساسي موخه یې دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.