TOOSnews
اعلان
د میلیونونو ډالرو په ارزښت په یوه فضایي پروژه کې، د اشرف غني د حکومت د پخواني امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پانګونه.
افغانستانټوس نیوز

د میلیونونو ډالرو په ارزښت په یوه فضایي پروژه کې، د اشرف غني د حکومت د پخواني امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پانګونه.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

حمدالله محب، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار، په متحده عربي اماراتو کې د فضايي ټکنالوژۍ په یوه پروژه کې پانګونه کړې ده؛ دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د «اوربیټ ورکس» شرکت فعالیتونه پراخوي، او په افغانستان کې یې د رسنیو په فضا کې ځینې غبرګونونه او پوښتنې راپورته کړي دي.

د «اوربیټ‌ورکس» شرکت د سه شنبې په ورځ، د مې په پنځمه، اعلان وکړ چې حمدالله محب د دې شرکت د پانګوال او رئیس په توګه د «کیزاد» په مرکز کې د نیکولا نیمچینوف سره د فضايي همکاریو او پر پرمختیايي پروژو د خبرو اترو په اړه ولیدل.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د دغو خبرو یو محور د «آلټایر» د سپوږمکۍ سیسټم پروژه وه؛ هغه پروژه چې د هرې سپوږمکۍ د جوړولو لګښت یې د ۲ تر ۱۰ میلیون ډالرو اټکل شوی دی. همدارنګه راپورونه ښيي چې د دې طرحې وروستی لګښت، د توغولو او عملیاتو په پام کې نیولو سره، ممکن په لسګونو یا حتی سلګونو میلیونونه ډالرو ته ورسیږي.

«اوربیټ‌ورکس» دا پروژه د فضايي ټکنالوژۍ د پراختیا او نړیوالو همکاریو د پروګرام یوه برخه بللې ده. خو په افغانستان کې د دې پانګونې د سرچینو او مالي شفافیت په اړه پوښتنې راپورته شوي دي.

ځینې منتقدین وايي چې د افغانستان پخوانیو چارواکو، په ځانګړي ډول حمدالله محب، د جمهوري نظام د سقوط په بهیر کې رول لرلی، او هېواد یې طالبانو ته سپارلی دی. د دغو منتقدینو په باور، د داسې څېرو شتون په لویو بهرنیو پروژو کې، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي بحران، بېکارۍ او پراخ فقر سره مخ دی، د پانګونې د سرچینو او څرنګوالي په اړه لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري.

منتقدین همدارنګه وايي چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د افغانستان د پیسو او شتمنیو د لېږد په اړه پوښتنې راپورته شوې، خو حمدالله محب تر اوسه په رسمي ډول دې ادعاوو او پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې «اوربیټ‌ورکس» د بهرنیو شریکانو سره د همکاریو پراختیا او د فضايي پروژو د ودې خبرې کوي، خو د دې پروژې د مالي جوړښت، پانګونې کچې او د شریکانو د ونډې دقیق جزئیات تر اوسه په عامه توګه نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.