TOOSnews
اعلان
ميرزا فخر الاسلام عالمګير د بنګله دېش د نوي ولسمشر په توګه وټاكل شو.
نړۍټوس نیوز

ميرزا فخر الاسلام عالمګير د بنګله دېش د نوي ولسمشر په توګه وټاكل شو.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بنګله‌دېش پارلمان د پنجشنبې په ورځ د بنګله‌دېش ملتپال ګوند مخکښ مشر، میرزا فخرالاسلام عالمګیر، د هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

د ټاکنو لوی کمېشنر اې‌اېم‌اېم ناصرالدین وویل، عالمګیر د ۲۵۵ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د ۸۸ مخالفو رایو پر وړاندې بریالی شو.

۷۸ کلن عالمګیر به د ولسمشر په توګه د دولت مشري او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان دنده پر غاړه ولري. په بنګله‌دېش کې د ولسمشرۍ مقام تر ډېره تشریفاتي بلل کېږي.

عالمګیر په پارلماني ټاکنو کې د پوځ متقاعد ډګروال او د لېبرال دیموکراټ ګوند مشر اولي احمد ته، چې د جماعت اسلامي په مشرۍ د ۱۱ ګوندونو د مخالف ایتلاف نوماند و، ماتې ورکړه.

د بنګله‌دېش ملتپال ګوند او متحدان یې د فبروري په ۱۲مه په عمومي ټاکنو کې له بریا وروسته په پارلمان کې دوه پر درېیمه برخه اکثریت لري او طارق رحمان د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې ده.

پخواني ولسمشر محمد شهاب‌الدین تېره میاشت د خپلې پنځه کلنې کاري دورې له پای ته رسېدو او روغتیايي ستونزو وروسته استعفا ورکړه. نوموړی د عوامي لیګ پخوانی سیاستوال او د شیخ حسینې له نږدې کسانو څخه و.

شیخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د پراخو ولسي اعتراضونو له امله د خپل حکومت له نسکورېدو وروسته له هېواده ووتله او له هغه راهیسې په هند کې اوسېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.