محمد محقق، د افغانستان د اسلامي وحدت د خلکو د ګوند مشر، وايي چې د طالبانو اداره د جعفري مذهب رسميت لغوه کړی او د شیعیانو د مذهبي احکامو د پلي کېدو پر وړاندې یې پراخ فشارونه راوستي دي. هغه دغه اقدامات د افغانستان په ټولنه کې د اختلافاتو د زیاتېدو لامل ګڼلي دي.
ښاغلي محقق په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې پر شیعیانو فشارونه د سپکاوي، د شیعه عالمانو وهل ټکول او د دوی په شخصي چارو کې لاس وهنه پکې شامل دي.
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې د کابل د یوې پېښې یادونه وکړه او ویې ویل چې طالبان حسینداد شریفي، چې د شیعیانو پېژندل شوی امام جمعه او روحاني دی، د یوې شیعه جوړې لپاره د د موقتې نکاح د ترسره کولو له امله وهل ټکول او سپکاوی پرې کړی دی.
د محقق په وینا، د شیعه عالمانو لسګونه کسان هم د طالبانو پولیسو ته حاضر شوي او له دوی یې ژمنه اخیستې چې نکاح او عقد به د شیعه دود سره سم نه ترسره کوي. هغه زیاته کړه چې د سرغړونکو لپاره تر ۶ میاشتو بندیز ټاکل شوی دی.
د افغانستان د اسلامي وحدت د خلکو د ګوند مشر هم د دایکندي ولایت یوې پېښې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د یو زاړه پښتون سړي د یوې ځوانې واده شوې هزاره نجلۍ سره د واده ادعا لامل شوه چې د طالبانو محکمه پر دغه جوړه فشار راوړي. د هغه په وینا، د دې جوړې خپلوان نیول شوي او جوړه اړ شوه له خپل سیمې څخه ووځي.
محمد محقق دغه موارد د هزاره او شیعه خلکو پر وړاندې د «مذهبي او ناموسي» فشارونو بېلګې بللې او خبردارییې ورکړی چې دغه اقدامات په ګډه له پوځي او امنیتي فشارونو سره، د ټولنیزو شخړو او دښمنیو د زیاتېدو لامل ګرځي.
هغه د طالبانو ادارې ته د هزاره او شیعه خلکو د شخصي چارو د احترام غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې بهیر دوام به د هی
هېچا په ګټه نه وي. محقق زیاته کړه چې طالبان باید لږ تر لږه د خپلو ګټو د ساتنې لپاره، په شخصي او مذهبي چارو کې د شیعیانو لاس وهنه ودروي.
ملي سرچینو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د طالبانو د امر به معروف مامورینو حسینداد شریفي د کابل ۱۸مې حوزې ته لېږدول شوی او وهل ټکول شوي دي. د دې سرچینو په وینا، د دې شیعه روحاني سره د طالبانو چلند دلیل دا و چې یوه جوړه د واده مراسمو د ترسره کېدو وړاندې نکاح کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








