TOOSnews
اعلان
کاناډا: د مرګوني ډزو په پېښه کې د مونټرېال د پولیسو یو افسر وژل شوی.
نړۍټوس نیوز

کاناډا: د مرګوني ډزو په پېښه کې د مونټرېال د پولیسو یو افسر وژل شوی.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مونټریال پولیسو اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ یوه وسله‌وال سړي د هیلتون هوټل ته نږدې د جګړه‌ییز ټوپک په وسیله پر پولیسو ډزې وکړې. دغه پېښه د پولیسو ځواکونو او بریدګر ترمنځ په وسله‌واله نښته بدله شوه.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د دې نښتې په ترڅ کې د مونټریال د پولیسو ۳۴ کلن افسر محمد لامین بن‌رضوان ووژل شو. همدارنګه یو بل پولیس افسر سخت ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی. وسله‌وال بریدګر هم له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د مونټریال د پولیسو مشر فادي داغر دا پېښه «یو وحشتناک خوب» بللی او ویلي یې دي چې په تېرو ۲۴ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د مونټریال یو پولیس افسر د دندې پر مهال وژل کېږي.

عیني شاهدانو راپور ورکړی چې د دې نښتې پر مهال لسګونه مرمۍ توغول شوي او امنیتي ځواکونو په لنډ وخت کې د پېښې سیمه کلابنده کړه. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو هم د پولیسو او وسله‌وال کس ترمنځ د ډزو د تبادلې صحنې ښودلي دي.

کاناډايي چارواکو ویلي چې د بریدګر د انګېزې د معلومولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي. خو امنیتي ادارو د لومړنیو پلټنو له ترسره کېدو وروسته ویلي چې دا پېښه د ترهګریز برید په توګه نه ده طبقه‌بندي شوې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.