TOOSnews
اعلان
مجاهد:‌ د غويي له اتمې وروسته اختلافاتو هېواد له بحران سره مخ كړ.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد:‌ د غويي له اتمې وروسته اختلافاتو هېواد له بحران سره مخ كړ.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غويي د اوومې او اتمې کلیزو په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان پر معاصر تاریخ او د اوسني نظام پر دوام خبرې کړي دي. نوموړي د ۱۳۵۷ کال د غويي اوومه هغه ورځ یاده کړې چې په وینا یې هېواد د کمونیزم تر اغېز لاندې شو او ورسره د بهرنیو لاس وهنو او اوږدو جګړو لړۍ پیل شوه.

په اعلامیه کې د ۱۳۷۱ کال د غويي اتمه د مجاهدینو د کلونو مبارزې پایله او د بریا ورځ بلل شوې، خو ورسره دا هم ویل شوي چې تر هغې وروسته رامنځته شوي اختلافات او کورنۍ جګړې د خلکو هیلې زیانمنې کړي او سیاسي ثبات یې له ننګونو سره مخ کړ.

د طالبانو دریځ دا دی چې د دوی حرکت د همدې بې‌ثباتۍ د پای ته رسولو او د یو واحد نظام د رامنځته کولو لپاره پیل شوی و. په بیان کې له خلکو غوښتل شوي چې د اوسني وضعیت د ساتنې لپاره ګډ دریځ خپل کړي او د اختلافاتو له بیا راژوندي کېدو ډډه وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان وروستی تاریخ د یادو دوو مهمو پېښو—یعنې د غويي اوومې کودتا او د غويي اتمې بدلون—له ژورو اغېزو سره تړلی پاتې شوی. د شنونکو په باور، همدغه پړاوونه د څو لسیزو سیاسي بې‌ثباتۍ بنسټ اېښی، چې پایلې یې تر اوسه هم محسوسې دي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.