د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو شوي، څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
مجاهد د پنجشنبې په ورځ، د تلې په دویمه، په یوه اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او هغه یې «ښکاره تېری» او د اصولو او قوانینو نقض وباله.
هغه ویلي چې دا ډول بریدونه د افغان ولس غوسه راپاروي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو اقداماتو دوام د پاکستاني ځواکونو لپاره «ناوړه پایلې» لرلی شي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي د پاکستاني ځواکونو «تېری او بریدونه» بللي، په مناسب وخت کې به ځواب ورکړل شي. هغه همداراز د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکي بېپیلوټه الوتکې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي دي، او ویلي یې دي چې دا موضوع پر افغان خاوره د هوايي بریدونو لپاره نه شي توجیه کېدای.
مجاهد همداراز د پاکستاني پوځي چارواکو څرګندونې د دغه هېواد د کورنیو ستونزو د توجیه کولو له هڅو سره تړلې بللې دي.
تر دې وړاندې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پر افغانستان د دغه هېواد هوايي بریدونه پر ۱۰ سیمو تایید کړي وو. هغه پرته له دې چې د دغو سیمو ځایونه مشخص کړي، ویلي وو چې په دغو بریدونو کې د بېپیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو مرکزونه په نښه شوي دي.
لیکواله:رویا ستانکزی








