د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر وايي، له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته نه وو تللي، بلکې د نوموړي په وینا، د «دیني ارزښتونو د ساتنې» لپاره یې هجرت کړی و.
عبدالکبیر په پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، دغه کډوال هغه کسان دي چې د ده په وینا، د دین لپاره یې «غیرت کړی» او بهرنیو هېوادونو ته تللي وو. نوموړي ادعا کړې چې ځینو به په بهر کې خپل «شکرونه ادا کول» او بېرته افغانستان ته د «جهاد» لپاره راتلل.
هغه وویل، دا ډول کډوال د شوروي اتحاد او ناټو د حضور پر مهال هم له افغانستانه وتلي وو او ښايي د اوسنیو راستنېدونکو په منځ کې د وژل شویو کسانو وروڼه او د کورنیو نور غړي هم شامل وي.
د طالبانو د کډوالو وزیر ادعا کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د راستنېدونکو د سرپناه او نورو اړتیاوو د حل لپاره هڅې روانې دي.
عبدالکبیر وویل، د طالبانو په خبره، افغان کډوال خپلو «لویو موخو» ته، چې د «اشغال له منځه وړل او د اسلامي نظام راتګ» و، رسېدلي دي.
نوموړي همداراز وویل چې زرګونو راستنېدونکو ته د استوګنې لپاره د ځمکې نومرې وېشل شوي او تمه ده چې ټولو اړمنو راستنېدونکو ته د سرپناه لپاره ځمکه ورکړل شي.
د هغه په وینا، د راستنېدونکو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د وېش بهیر هم دوام لري او له اړوندو بنسټونو سره یوځای د ۲۶ زره نورو کورنیو لپاره د مرستو پر برابرولو کار روان دی.
لیکوال:سعید سمیر








