د جرمني د مونیخ ښار یوې محکمې یو ۲۵ کلن افغان وګړی د موټر په وسیله پر خلکو د برید په تور، چې د یوې مور او د هغې د دوه کلنې لور د وژل کېدو او د لسګونو نورو کسانو د ټپي کېدو لامل شوی و، په عمري بند محکوم کړ.
د محکمې د پرېکړې له مخې، «فرهاد» د دوو وژنو، د ۲۳ وژنو د هڅې او د ۲۲ سختو بدني زیانونو په قضیو کې مجرم پېژندل شوی دی. قاضیانو دغه قضیه «د جرم ځانګړی شدت» لرونکې هم بللې، چې دا پرېکړه کولی شي د هغه د وخت مخکې خوشې کېدو امکان په پام وړ ډول محدود کړي.
دا برید د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۱۳مه د مونیخ په ښار کې شوی و. تورن کس خپل موټر د «وردي» کارګرې اتحادیې د شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو د غونډې منځ ته ننویستی و. د پېښې په پایله کې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور وژل شوي او ۴۳ نور کسان ټپیان شوي.
د «وېلټ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې قضیې حکم د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه چې د اګست له ۶مې سره سمون خوري، د مونیخ محکمې له خوا صادر شو. د راپور له مخې، تورن کس له نږدې لس کاله په جرمني کې له اوسېدو وروسته دا برید ترسره کړی دی.
د «وېلټ» د راپور له مخې، تورن کس د توقیف پر مهال څو ځله د «شهادت» له غوښتنې خبرې کړې دي. همدارنګه د محکمې د غونډو په پیل کې یې، لکه د نیول کېدو پر مهال، د خپل ښي لاس شهادت ګوته پورته کړې وه؛ دا حرکت د ډېرو مسلمانانو ترمنځ د توحید نښه ګڼل کېږي، خو ځینې افراطي اسلامپالې ډلې یې د ایډیولوژیکې نښې په توګه هم کاروي.
د قضیې قاضي میشائیل هوهن د حکم د اعلان پر مهال وویل چې تورن غوښتل د امکان تر حده ډېر هغه کسان په نښه کړي چې ده هغوی «کافران» ګڼل. د قاضي په وینا، تورن خپل عمل په ځینو اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو د وضعیت پر وړاندې د غبرګون په توګه توجیه کړی او دا یې داسې عمل بللی چې د خدای د رضا سبب کېږي.
قاضي همدارنګه ټینګار وکړ چې دغه برید د انسانانو د ژوند د له منځه وړلو په هدف طرحه شوی و او شته شواهد ښيي چې تورن د یوه مرګوني اقدام د ترسره کولو په لټه کې و.
د قضیې څارنوالانو هم ویلي چې د دغه برید انګېزه مذهبي وه. د دوی په وینا، تورن کس وروسته له هغه چې موټر یې د خلکو منځ ته ننویست او پېښه رامنځته شوه، «الله اکبر» شعار ورکړي.
د جرمني قضايي چارواکو ویلي چې ترسره شوو څېړنو د تورن کس د کومې منظمې ډلې یا شبکې غړیتوب نه دی ثابت کړی. د هغوی په وینا، د برید انګېزې او اړخونه په خپلواکه توګه څېړل شوي او د تحقیقاتو پایلې هم د همدې پر بنسټ محکمې ته وړاندې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








