په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ د بندیزونو له دوام سره، د ګیتار، هارمونیې او کیبورډ په څېر د سازونو برابرول د هنرجویانو او مینهوالو لپاره ستونزمن شوي دي. د موسیقۍ د آلاتو د آزاد پلور بندیز او په سرحدي لارو د وارداتي توکو کنټرول، دغو سازونو ته لاسرسی سخت محدود کړی دی.
په افغانستان کې یوازې لږ شمېر استادکاران په پټه توګه دودیز سازونه لکه رباب، طبله، دوتار او دمبوره جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېر عصري سازونه، لکه ګیتار، پخوا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه واردېدل، خو اوس د دغو وسایلو واردات له محدودیتونو سره مخ دي.
محمد، چې د ګیتار غږوونکی او ښوونکی دی او د امنیتي ستونزو له امله یې اصلي نوم نه دی خپور شوی، وایي چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر نجونې د ګیتار زدهکړې ته لېوالتیا لري، خو د ساز د نشتوالي له امله د زدهکړې زمینه ورته برابره نه ده. د هغه په وینا، آن د ګیتار د سیمونو په څېر د لومړنیو وسایلو برابرول هم ډېر سخت شوي او کله ناکله میاشتې وخت نیسي.
هغه وایي چې په اوسنیو شرایطو کې د موسیقۍ زدهکړه په پټه ترسره کېږي او د کورونو ترمنځ د سازونو لېږد د طالبانو لهخوا د پېژندنې خطر زیاتوي. خو نوموړی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د موسیقۍ د ساتنې لپاره خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي، څو دا هنر له یاده ونه وځي.
په کابل کې د موسیقۍ ځینې مینهوال هم وایي چې له ډېرو هڅو سره سره یې ونه توانېدل ګیتار ترلاسه کړي. هغوی هیله لري چې یوه ورځ به د موسیقۍ د آزادې زدهکړې او فعالیت شرایط، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، برابر شي.
طالبانو واک له رسېدو وروسته موسیقي منع اعلان کړې ده. په دې موده کې د امر بالمعروف محتسبینو څو ځله د موسیقۍ آلات راټول او له منځه وړي دي، او د هغې انځورونه یې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریايي








