TOOSnews
اعلان
بلوجستان كې د یوه پاكستاني افسر په كډون دولس تنه وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

بلوجستان كې د یوه پاكستاني افسر په كډون دولس تنه وژل شوي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان ایالټ په بارکان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په دوو بېلابېلو نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، دغه نښتې د نوشام سیمې په مربوطاتو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر ضد عملیات ترسره کړي چې له امله یې اوه وسله‌وال وژل شوي دي.

ورسره پاکستاني پوځ منلې چې په دغو نښتو کې د یو جګپوړي پوځي افسر په ګډون پنځه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو او نښتو مسؤلیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.