TOOSnews
اعلان
نبيل: طالبان به ختم شي، خو افغانستان به تلپاتی وي.
افغانستانټوس نیوز

نبيل: طالبان به ختم شي، خو افغانستان به تلپاتی وي.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، چې افغانستان د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، بهرنیو لاس وهنو او نیابتي جګړو سربېره لا هم پر خپل ځای ولاړ دی.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې ګڼ نظامونه او واکمنۍ راغلې او تللې دي، خو افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه پاتې شوی دی.

نبیل زیاته کړې، چې د طالبانو اوسنی نظام هم د تل لپاره نه دی او یوه ورځ به پای ته ورسېږي، خو د ده په وینا افغانستان به د پخوا په څېر خپل شتون وساتي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانان باید د هېواد راتلونکي ته هیله‌ مند واوسي او د ملي یووالي، ثبات او دوامدارې سولې لپاره هڅې وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.