TOOSnews
اعلان
نى: طالبانو په اوسط ډول هرو ٩ ورځو كې دوه خبريالان نيولي دي.
افغانستانټوس نیوز

نى: طالبانو په اوسط ډول هرو ٩ ورځو كې دوه خبريالان نيولي دي.

۲۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نی بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د پنځه کلن حاکمیت پر مهال د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، په دې موده کې لږ تر لږه شپږ خبریالان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي. همداراز د خبریالانو د وهلو ټکولو شاوخوا ۳۰۰ پېښې، د نږدې پنځه زره خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو وزګارېدل او د شاوخوا ۵۰۰ رسنیو د فعالیت درېدل هم ثبت شوي دي.

نی وايي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د ازادۍ سلبول، شکنجه، وهل ټکول، ګواښونه، وژنې او له رسنیو څخه د ښځینه کارکوونکو لرې کول شامل دي.

د دغه بنسټ په وینا، طالبانو په اوسط ډول هرو ۹ ورځو کې دوه خبریالان یا رسنیز کارکوونکي نیولي دي. نی د نیول کېدو او زندان پر مهال د خبریالانو شکنجه او له هغوی سره ناوړه چلند د هغوی د حقونو جدي نقض بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې هم له پراخو محدودیتونو او فشارونو سره مخ شوي دي او ډېری یې له رسنیو سره له کار کولو منع شوي دي.

نی زیاتوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د عدلیې وزارت او استخبارات پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو او فشارونو په راوستلو کې مستقیم رول لري.

د دغه بنسټ په وینا، طالبانو پر رسنیو او خبریالانو د فعالیت په اړه له ۲۵ ډېر مستقیم او سراسري، او لسګونه سیمه‌ییز او غیرمستقیم حکمونه صادر کړي دي.

نی افغانستان د خبریالانو لپاره «یو لوی او وېرونکی زندان» او د بیان د ازادۍ لپاره «هدیره» بللی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.