د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ او عوامي نشنل ګوند غړي نثار باز خان ویلي، پاکستان له اویا کلونو راهیسې قبایلي ولسوالۍ د خپلو ګټو او د پردیو جګړو لپاره کارولي او له خېبر پښتونخوا سره یې کړې ژمنې هېڅکله نه دي عملي کړې.
هغه د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل: «موږ دا په دلایلو ثابتولی شو چې پنجاب پاکستان دی او پاکستان پنجاب، او دا هېواد یوازې پنجاب خوړلی دی.»
نثار باز خان د پنجاب ایالت د «اېم-۱۳ کهاریان–راولپنډۍ موټروې» پروژې ته په اشارې وویل، په داسې حال کې چې پر دغې او نورو بنسټیزو پروژو میلیاردونه روپۍ لګول کېږي، خېبر پښتونخوا او بلوچستان لا هم له خرابو سړکونو، کمزورو بنسټیزو اسانتیاوو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، د قبایلي سیمو د خېبر پښتونخوا له ایالت سره د ورګډېدو پر مهال ژمنه شوې وه چې هر کال به دغو سیمو ته ۱۰۰ میلیارده روپۍ ورکول کېږي، خو دا ژمنه تر اوسه نه ده عملي شوې. د نوموړي په وینا، په باجوړ کې هغه سړکونه چې په ۲۰۰۸ کال کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ویجاړ شوي وو، لا هم نه دي رغول شوي.
د امنیتي وضعیت په اړه نوموړي پوښتنه وکړه: «۳۰۰۰ میلیارده روپۍ پر دفاع لګول کېږي، خو بیا هم موږ ناامنه یو. په باجوړ کې نن هم ډرون بریدونه کېږي، سړکونه مو ویجاړ دي او د پردیو جګړو له امله لارې تړل کېږي. کله چې پوښتنه وشي، د وسلهوالۍ پلمه وړاندې کېږي. ۲۵ کاله عملیات وشول، خو پایله یې څه شوه؟»
نثار باز خان همداراز په قبایلي ولسوالیو او ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د نافذولو مخالفت وکړ او ویې ویل، عوامي نشنل ګوند به د دې پرېکړې پر ضد خپل غږ پورته کړي او پر دې موضوع به چوپ پاتې نه شي.
لیکوال:سعید سمیر








