نور رحمان اخلاقي، د کډوالو د چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړی، وایي چې د بدخشان د طالبانو قوماندان، جمعهخان فاتح، اوس یو مهم فرصت لري چې د دې ډلې د مشر پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي. د هغه په باور، دا کار کولی شي د بدخشان د خلکو ترمنځ د نوموړي قوماندان محبوبیت او مقام پیاوړی کړي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د رهبرۍ او د بدخشان د ناخوښه قوماندان جمعهخان فاتح ترمنځ اختلافات نوې مرحلې ته داخل شوي او د ډېرو خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.
نوررحمان اخلاقي ویلي چې جمعهخان فاتح کولای شي د طالبانو د رهبرۍ پر وړاندې د خپلواک دریځ په غوره کولو سره خپل سیاسي مسیر بدل کړي او د بدخشان د خلکو ترمنځ نوی ځای ترلاسه کړي.
د جمعیت اسلامي دغه لوړپوړي غړي د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ دویمه، په اېکس کې په یوه یاددښت کې لیکلي: «جمعهخان دروازي ډېر انتخابونه نه لري. یا به ودریږي او د خپل ژوند په دې حساس پړاو کې به یوه باعزته لاره غوره کړي، او یا به یو ځل بیا د غایب ملا پر وړاندې زنګون ووهي.»
هغه زیاته کړې چې دغه سیمهییز طالب قوماندان، که په دې لاره کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړي، نو د ده په وینا به د «باعزته مرګ» فرصت ولري؛ خو که داسې ونه کړي، «سخت راتلونکی به یې په تمه وي.»
تر دې وړاندې، د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، اعلان کړی و چې د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، جمعهخان فاتح د زابل ولایت د والي د مرستیالۍ له دندې ګوښه کړی دی.
په همدې حال کې، ذبیحالله امیري افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هبتالله اخوندزاده د بدخشان د ستونزو د ارزونې او حل لپاره یو لوړپوړی کمېسیون ټاکلی دی.
د طالبانو د چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه کمېسیون دنده لري چې په بدخشان کې موجودې ستونزې او ننګونې وڅېړي او خپلې موندنې او سپارښتنې د طالبانو رهبرۍ ته په کندهار کې وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








