TOOSnews
اعلان
عبیدالله شیرزي په تکوانډو سیالیو کې د خپل پاکستاني سیال پر وړانې بریا خپله کړه.
ورزشټوس نیوز

عبیدالله شیرزي په تکوانډو سیالیو کې د خپل پاکستاني سیال پر وړانې بریا خپله کړه.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان تکوانډوکار،عبیدالله شیرزی، د ۲۰۲۶ کال د «اسیا د تکوانډو نړیوال فدراسیون د ریاست جام» د اتم پړاو سیالیو په لړ کې خپل پاکستانی سیال ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

دا لوبه دوشنبې د زمري ۲۶مه، د «پومسه» په برخه کې د عبیدالله شیرزي او یوه پاکستاني ورزشکار ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې شیرزي د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه.

د دې بریا په ترلاسه کولو سره عبیدالله شیرزي د سیالیو بل پړاو ته د تګ جواز ترلاسه کړ او په دې سیالیو کې به خپلې سیالۍ ته دوام ورکړي.

د «۲۰۲۶ اسیا د تکوانډو نړیوال فدراسیون د ریاست جام» اتم پړاو سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې روانې دي او د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران پکې ګډون لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.