سرچینې وایي، د طالبانو د استخباراتو ادارې په کندهار کې د ملا هبتالله اخوندزاده نږدې سلاکار او د دارالافتاء غړی، ملا جان محمد مدني، د بډو اخېستلو په تور نیولی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړی شاوخوا څلور ورځې وړاندې هغه مهال ونیول شو، چې ګواکې د یوې جنايي دوسیې د حل په بدل کې یې ۸۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې اخستې وې.
باخبره سرچینو ویلي، ملا جان محمد مدني ته به د محکمو او شخړو اړوند ځینې دوسیې د روغې جوړې او یا د شرعي نظر ورکولو لپاره سپارل کېدې. ویل کېږي، د یوه قتل په قضیه کې پرې د رشوت اخېستلو شک شوی او وروسته بندي شوی دی.
مدني په کندهار کې د طالبانو د دارالافتاء غړی پاتې شوی او پخوا یې د طالبانو د قطر مذاکراتي ټیم کې هم ونډه لرله. سرچینې زیاتوي، چې هغه د ملا هبتالله له نږدې کسانو ګڼل کېږي او د طالبانو له مشر سره یې مستقیمی اړیکی درلودی.
همداراز ویل کېږي، ملا جان محمد مدني په کندهار ښار کې یوه دیني مدرسه هم چلوله او ګڼ شمېر زدهکوونکي یې لرل. د سرچینو په خبره، هغه به د طالبانو مشر ته په مهمو دیني او سیاسي موضوعاتو کې مشورې ورکولې.
لیکوال:سعید سمیر








