د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) هغه راپور رد کړی چې پکې ویل شوي د دې هېواد له پولې هاخوا بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې یوازې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه، روزنیز مرکزونه په نښه شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه، پاکستاني ځواکونو یوازې د تحریک طالبان پاکستان د زیربناوو او پټنځایونو پر ضد یې عملیات ترسره کړي دي. هغه وویل چې دا اقدامات د «مشروع دفاع» په چوکاټ کې او د پاکستان د وګړو د ساتنې لپاره شوي دي.
د پوځ ویاند دا ادعا هم وکړه چې په دغو بریدونو کې وژل شوي کسان د وسلهوالو ډلو غړي وو. هغه د یوناما او د بښنې نړیوال سازمان راپورونه هم تر پوښتنې لاندې راوستل او ویې ویل چې دا راپورونه تر ډېره د افغانستان دننه د هغو سرچینو پر معلوماتو ولاړ دي چې د ده په وینا، د بیان د ازادۍ د محدودیتونو تر اغېز لاندې فعالیت کوي.
چودري زیاته کړه چې دغو راپورونو د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو مرګوني بریدونه او همدارنګه د افغانستان د جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه په کافي اندازه نه دي منعکس کړي. د هغه په وینا، له همدې امله د سیمې د امنیتي وضعیت یو اړخیز انځور وړاندې شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه، په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو، توپچي بریدونو او د پولې په اوږدو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱,۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي چې د دغو قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي. دې ادارې همدارنګه ویلي چې په ځینو مواردو کې هغه کسان چې د مرستې رسولو او د ټپیانو د لېږد لپاره د برید ځای ته تللي وو، په ورپسې بریدونو کې هم په نښه شوي دي.
د یوناما د راپور له مخې، د جون په ۲۸مه د پکتیا ولایت یوه له تر ټولو خونړیو پېښو څخه رامنځته شوه. په دې پېښه کې پر یوه استوګنیز کور دوه پرلهپسې بریدونه وشول چې لږ تر لږه ۲۲ کسان، د ۵ ماشومانو په ګډون، یې ووژل او ۱۸۵ نور یې ټپیان کړل.
یوناما ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، د جګړې ټول ښکېل اړخونه مکلف دي چې د ملکي وګړو او د ژغورنې د کارکوونکو ساتنه وکړي او له هغو بریدونو ډډه وکړي چې ښايي د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شي.
پاکستان تل د افغانستان طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته خوندي پناهځایونه برابروي، خو د طالبانو چارواکي دا تورونه ردوي. په مقابل کې، اسلامآباد ویلي چې د افغانستان دننه د دغې ډلې پر پټنځایونو به خپل د پولې هاخوا عملیاتو ته دوام ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








