د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي ځواک د هوايي دفاع سیستم د خیبر ولسوالۍ د شینکو سیمې ته نږدې یو ابتدایي بېپیلوټه الوتکه چې د طالبانو حکومت پورې منسوبه ګڼل شوې، شنډه او نسکوره کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دا پېښه ژر تر ژره کنټرول شوې او هېڅ ډول مالي زیان یا ځاني تلفات یې نه دي رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په سهار ویلي وو چې د دې حکومت ځواکونو تېره شپه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د داعش ډلې اړوند مرکزونه هدف ګرځولي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د دې ادعا په غبرګون کې هغه رد کړې او ټینګار یې کړی چې داسې بریدونه د دغه هېواد په خاوره کې نه دي شوي.
د دغه وزارت د «ریښتیا موندنې» برخې په یوه بیان کې ویلي چې د داعش ډلې کمپونه او د نورو ترهګرو ډلو مرکزونه له دوه لسیزو راهیسې د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چې د طالبانو تر واک لاندې دي او له هماغه ځایه اداره او ملاتړ کېږي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت همدارنګه د نسکورې شوې بېپیلوټه الوتکې انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې طالبان هڅه کوي په ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو کې د وسلهوالو ډلو، لکه داعش، د بلوچستان ازادۍ پوځ، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو د فعالیتونو د ملاتړ په اړه خپل لاس لرل د داسې بیانونو له لارې پټ کړي.
په ورته وخت کې، د خیبر سیمې د افغانستان او پاکستان پولې ته نیږدې په یوه لرې پرته سیمه کې ځايي اوسېدونکو د څو بېپیلوټه الوتکو پاتې شوني موندلي، چې ویل کېږي تېره شپه نسکورې شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا پاتې شوني د استوګنې له سیمو لرې موندل شوي او تر اوسه د دې پېښې له امله د کوم زیان یا تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








