د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره هېڅ ډول رسمي یا عارضي اوربند نه دی شوی او هغه څه چې د اختر پر مهال رامنځته شوي وو، یوازې درې ورځنۍ وقفه وه چې اوس پای ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، اوسني وضعیت ته د «اوربند» کلیمه کارول ناسمه ده او دا تعبیر د واقعیتونو سره سمون نه خوري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اختر پر مهال رامنځته شوې وقفه یو محدود او موقتي اقدام و، نه دا چې د دواړو لورو ترمنځ کوم رسمي تړون یا اوږد مهاله هوکړه شوې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی او اړتیا ده چې د اصطلاحاتو په کارولو کې دقت وشي، څو د خلکو ترمنځ ناسم برداشت رامنځته نه شي.
لیکوال:سعید سمیر








