لیکوال:سعید سمیر
د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو د یادې ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو پر یوه نظامي مرکز برید کړی او هغه یې په نښه کړی دی. د دوی په وینا، له برید وروسته نښته لا هم دوام لري.
د سیمې د خلکو په وینا، د برید له پیل وروسته د طالبانو جنګیالي له یاد مرکز څخه وتلي دي.
تر اوسه پورې طالبانو د دې پېښې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.








