د طالبانو ادارې مسولینو ویلي دي چې د هرات ولایت په اسلامقلعې بندر کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د دغو مسئولانو په وینا، د طالبانو د سرحدي ځواکونو د دې پیسو د غیرقانوني انتقال مخه نیولې ده.
هغوی زیاته کړې ده چې یو کس د دې پېښې په تړاو نیول شوی او ضبط شوې پیسې هم تر لاسه شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نیول شوي کس دوسیه به د پولیسو لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
د پیسو د قاچاق موضوع په اقتصادي کړکیچ کې د افغانستان د وګړو لپاره یوه جدي اندیښنه ده.








