پد نړۍ د غوره کریکټ لوبغاړو په وروستۍ درجهبندي کې، راشد خان، د افغانستان د ملي ټیم ستوري، خپل مقام د نړۍ د غوره توپ اچوونکي په توګه په دواړو فارمټونو کې، یعنې یو ورځنیو (ODI) او شل اوریزو (T20) لوبو کې وساته. هغه د یو ورځنیو سیالیو کې د ۷۰۵ امتیازونو سره او په شل اوریزو سیالیو کې د ۷۵۳ امتیازونو سره د درجهبندي په سر کې دی.
د یوې ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو په لړ کې، راشد خان د ۷۰۵ نمرو سره په لومړي مقام کې دی. له هغه وروسته، جوفرا آرچر د ۶۴۹ نمرو په درلودو سره په دویم ځای او کشاو مهاراج د سویل افریقا د ۶۴۵ نمرو سره په درېیم ځای کې قرار لري.
په شل اوریزو سیالیو کې هم راشد خان د ۷۵۳ نمرو سره د توپ اچوونکو په درجه بندي کې تر ټولو مخکې دی. وارون چاکراوارټي د هندوستان د ۷۴۰ نمرو سره په دویم ځای او ابرار احمد د پاکستان د ۷۳۶ نمرو په درلودو سره په درېیم ځای کې دي.
د یو ورځنیو سیالیو د توپ وهلو په برخه کې، ابراهیم ځدران، د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړی، د ۷۵۶ نمرو په درلودو سره په درېیم مقام کې ځای لري. په دې برخه کې، ډاریل مېچل د نیوزیلنډ کریکټ لوبغاري د ۸۱۵ نمرو سره په سر کې دی او ویرات کوهلي د هندوستان کریکټ لوبغاړی د ۷۹۱ نمرو په درلودو سره په دویم مقام کې دی.
د افغانستان د لوبغاړو دوامداره حضور د نړۍ د غوره کرکټ په ډله کې، د دې ټیم د پرمختګ او په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ مقام ښکارندويي کوي.
لیکواله:سلیمه آرایي








