TOOSnews
اعلان
ریال مادرید دوه لوبغاړي د تمرین پر مهال د نښتې له امله یو میلیون یورو جریمه کړل.
ورزشټوس نیوز

ریال مادرید دوه لوبغاړي د تمرین پر مهال د نښتې له امله یو میلیون یورو جریمه کړل.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رئال مادرید کلپ اعلان کړی چې فدریکو والورده او اورلین شوامني یې د روزنیزو تمرینونو په جریان کې د ټکر له امله په مجموع کې یو میلیون یورو جریمه کړي دي.

دغه کلپ په هغه اعلامیه کې چې د جمعه، د غویي ۱۸ مه خپره شوې، ویلي چې د دواړو لوبغاړو د داخلي پلټنې پروسه بشپړه شوې او د کلپ مدیریت پرېکړه کړې چې هر یو ته ۵۰۰ زره یورو جریمه وضع کړي.

راپورونه وايي، والورده او شوامني د پنجشنبې په ورځ د رئال مادرید په تمرینونو کې سره ښکېل شوي وو. ویل شوي چې د شوامني له خوا والورده ته په سر ورکړل شوي ضربه هغه اړ کړه چې درملنې لپاره روغتون ته ولاړ شي او د بارسلونا پر وړاندې د الکلاسیکو حساسه لوبه له لاسه ورکړي.

تر اوسه د رئال مادرید کلپ دواړو لوبغاړو ته هېڅ بندیز نه دی لګولی. همدارنګه راپورونه وايي چې شوامني د جمعې په ورځ د ټیم په تمرینونو کې حاضر و او احتمال لري چې د بارسلونا پر وړاندې لوبه کې برخه واخلي.

د رئال مادرید کلپ په اعلامیه کې ویلي چې دواړو لوبغاړو یو له بل څخه، له کلپ، له هم‌ټیميانو او له مینه‌والو بښنه غوښتې ده.

دغه شخړه په داسې حال کې د رئال مادرید په اردو کې رامنځته شوې چې دغه ټیم د لالیګا په جدول کې د بارسلونا په پرتله ۱۱ امتیازه فاصله لري او په دویم ځای کې دی. که بارسلونا د یکشنبې په شپه د الکلاسیکو لوبه وګټي، خپله قهرماني به قطعي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.