رسنیو هغو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی چې ښيي طالبان د ځینو دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلیمه لرې کړې ده او پر ځای یې «عامه» کلیمه کارولې ده. دا بدلونونه په رسمي توګه دولتي ادارو ته د یوه مکتوب په توګه ابلاغ شوي دي.
د دغو اسنادو له مخې، د «افغانستان د ملی راډیو او ټلویزیون» نوم د «ملي» او «ټلویزیون» کلیمو په حذف کولو «عامه راډیو ریاست» ته بدل شوی دی. دا ګام د ادارو په نومونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده.
په مکتوب کې چې د طالبانو د ادارو له خوا ورکړل شوی دی، ویل شوي چې د ۷۲۴۲/۳۵۹۷ شمېرې حکم له مخې، د ځینو ادارو نومونه بدل شوي او ځینې نوې ادارې هم رامنځته شوي دي. په دې مکتوب کې په دې اړه ټینګار شوی چې د وزارتونو او ادارو نوی لېست د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره ضمیمه شوی ترڅو په رسمي مکاتبو او راتلونکو اجراآتو کې وکارول شي.
د دې حکم له مخې، د «ملي احصائیې او معلوماتو ادارې» د «عامه احصائیې او معلوماتو اداره»، ته « پېښو سره د مبارزې ملي ادارې» ته «پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره»، د «چاپېریال ساتنې ملي ادارې» ته «عامه چاپېریال ساتنې اداره»، د «ملي معیار ادارې» ته «د معیار او کیفیت اداره»، د «ازموینې ملي ادارې» ته «عامه ازموینو اداره» او د «فزیکي روزنې او ورزش ملي کمیټې» ته «د فزیکي روزنې او ورزش عامه المپیک ریاست» ته بدل شوي دي.
سر بېره پر دې چې، د طالبانو ادارو په دې مکتوب کې د «ملي» کلیمې د لرې کولو دلیل نه دی واضح کړی.
طالبان د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته په دولتي ادارو کې پراخ بدلونونه راوستي دي. دغه بدلونونه په ادارو کې د رسمي نومونو او تنظیماتو پر بیا کتنه تمرکز کوي.
دغې ډلې مخکې هم ځینې فارسي کلیمې، لکه «دانشگاه»، د علمي او اداري بنسټونو له نومونو څخه لرې کړي دي. دا ګامونه د طالبانو د ژبني او اداري نویو پالیسیو په چوکاټ کې ارزول کېږي.
همدارنګه، طالبان د خپل «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون پر بنسټ، د تصویري رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي. ځینې راپورونه وایي چې د «افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون» نوم بدلول هم کېدای شي په همدې چوکاټ کې ترسره شوي وي، که څه هم دا موضوع تر اوسه په رسمي توګه نده تایید شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








