TOOSnews
اعلان
د فراه ولایت اوسېدونکو د طالبانو د ولسوال پر ضد لاریون کړی.
افغانستانټوس نیوز

د فراه ولایت اوسېدونکو د طالبانو د ولسوال پر ضد لاریون کړی.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ له مرکزه یوې بلې سیمې ته د یوې سړک جوړونې پروژې د لېږد پر ضد اعتراض کړی او د طالبانو د ولسوال د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ځايي سرچینې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۴مه، ویلي چې دا پروژه د یوې مرستندویه ادارې له خوا د پرچمن ولسوالۍ لپاره پلان شوې وه، خو د طالبانو ولسوال د پروژې د تطبیق ځای د خپلې استوګنې او زوکړې سیمې «نږګان» ته اړولی دی.

د لاریون کوونکو په وینا، په نوې سیمه کې د دې پروژې پلي کېدل به د ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي له ګټو او همدارنګه د دې پروژې اړوندو کاري فرصتونو څخه بې‌برخې کړي. هغوی دا پرېکړه ناعادلانه بللې او د هغې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

لاریون کوونکو همدارنګه ادعا کړې چې د پروژې د تطبیق مسؤلې ادارې کارکوونکي د طالبانو د ځايي چارواکو تر فشار لاندې دې پرېکړې منلو ته اړ شوي دي. هغوی خبرداری ورکړی چې که د پروژې د لېږد لړۍ دوام وکړي، د دغې ادارې دفتر به وتړي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، له دې اعتراضي غونډې وروسته د طالبانو ځواکونو د سیمې یو مشر، چې د لاریون کوونکو په منځ کې یې وینا کړې وه، نیولی دی.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو راپورونو، د پروژې د لېږد او د دغه کس د نیولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پرچمن ولسوالۍ د فراه ولایت له غرنیو او لرې پرتو سیمو څخه ګڼل کېږي او د ترانسپورټي زیربناوو د کمښت له امله د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره د سړک جوړونې پروژې ځانګړی اهمیت لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.