د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونه د درملو له سخت کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د زېږون خدمات له جدي خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
د یادو اوسېدونکو په وینا، په روغتونونو او کلینیکونو کې بنسټیز درمل او اړین تجهیزات نه موندل کېږي، چې د امیندوارو مېرمنو لپاره یې اندېښنې زیاتې کړي دي. هغوی زیاتوي، ان د زېږون پر مهال هم میندې اړینو روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.
سرچینې ټینګار کوي، چې د درملو کمښت او د خدماتو نشتوالی د دې لامل شوي، چې ځینې کورنۍ اړ شي خپل ناروغان نورو ولایتونو ته ولېږدوي، چې دا کار هم اضافي لګښتونه او خطرونه له ځان سره لري.
تر اوسه سیمهییزو چارواکو د دې ستونزې په اړه څه نه دي ویلي، خو خلک د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي، څو د میندو او ماشومانو ژوند له لا ډېرو ګواښونو وژغورل شي.
لیکوال:سعید سمیر








